افغانستانراپورونه

طالبان: د لوی اختر په مناسبت مو ۷۶ عسکر له زندان څخه ازاد کړل

طالبان وايي، چې دا کار مو د غمجنو هیوادوالو د خوشالۍ لپاره کړي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو رالیږلي پیغام کې وايي، چې د خپل مشر په امر مو ۷۶ تنه بندیان چې حکومتي عسکر ول د مختلفو ولایتونو څخه ازاد کړل.

یاد بندیان له ارزګان ولایت څخه ۱۸ تنه، له کندز څخه ۳۵ تنه، له خوست څخه ۱۵ تنه او له سرپل څخه ۸ تنه ازاد شوي، پیغام کې راځي چې بندیانو ته مو کالي او کرايي هم ورکړې.

طالبان وايي، چې دا کار مو د غمجنو هیوادوالو د خوشالۍ لپاره کړي چې له یو شمیر نورو ولایتونو څخه به هم ګڼ شمیر نور بندیان د اخترلپاره خلاص کړل شي او خپلو کورنیوته به واستول شي .

Tags

ورته مطالب

Back to top button