سيمه او نړۍ

تانزانیا کې د تیلو ټانکر چاودنې ۵۷ تنه وژلي

په تانزانيا کې د تيلو په ټانکر کې د چاودنې په پايله کې ستره فاجعه رامنځته شوي.

د تانزانیا په موروګورو ښار کې د تیلو د ټانکر چاودنې له امله ۵۷ تنه وژل شوي دي، چارواکو ويلي دي چې لومړي د تيلو ټانکر ټرافيکي پيښه وکړه چې د ټانکر نه  تيل روان شول. په لسګونه تنه د ټانکر شاوخوا ته راټول شوي وو او په ستلونو کې ترينه د تيلو راټولو هڅه کوله چې په ناڅاپي ډول  ډول چاودنه رامنځته شوه.

په چاودنه کې ۵۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې ډيرې سوځيدلي دي.

د بله پلوه د سيمې د پوليسو مشير ويلي دي چې پدې پيښه کې د ۵۷ تنو د وژل کيدو سربيره ګڼ شمير کسان ټپيان شوي هم دي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button