افغانستانسلايډ

ولسمشر غني گڼ شمېر نوي وزيران ټاکلي

ولسمشر غني د بروکسل له غونډې وروسته کابينه کې بېلا بېل بدلونونه په پام کې نيولي دي او د گڼو وزارتونو لپاره يې نوي وزيران ټاکلي دي. د بروکسل غونډه به نږدې راتلونکې کې رامنځته شي.

کابل نيوز راپور ورکوي، چې په نويو بدلونونو کې محمد يونس قانوني د ارشد وزير په توگه، عطا محمد نور د سيمه ييزو ارگانونو د رييس يا د وسله وال پوځ د سر اعلی قوماندان په توگه، د ولسي جرگې غړی فرهاد عظيمي د بلخ د نوي والي په توگه او فاروق وردگ او محمد عمر داودزی د کابينې د غړو په توگه ټاکل شوي دي.

دغه راز ويل کېږي، چې ولسمشر  د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د سوداگرۍ وزارت او ښځو چارو وزارت ته هم نوي وزيران ټاکلي خو تر اوسه يې نومونه نه دي په ډاگه شوي.

ويل کېږي چې دغه بدلونونه د اجرايه رييس عبد الله عبد الله د واک د محدودولو او پر حکومت د ځينو کړيو د پشارونو د کمولو لپاره رامنځته کېږي، خو د ملي يووالي حکومت تر اوسه  په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button