خبرونه

سعودی پیلوټ د سفر پر مهال مړ شو

د سعوي عربستان هوايي شرکت رسمي خبرپاڼې د راپور له مخې د تېرې دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان هوايي شرکت الوتکه چې له بیسحه نومې سیمې څخه یې د دې هېواد پلازمېنې «ریاض» ته سفر کاوه چې پیلوټ د سفر په دوارن کې د زړه د حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

پیلوټ «ولید المحمد» چې ۱۷۳۴ ماډل مسافر وړونکې الوتکه یې چلوله د ریاض هوایي ډگر ته له کېناستو مخکې د زړه د حملې ښکار شو او الوتکه د ده مرستیال پیلوټ «رامي بن غازي» کنټرول کړه. غازي وايي چې الوتکه د پرېوتو له خطر سره په بشپړ ډول مخ وه. د مرستیال پیلوټ د وینا له مخې ټولو مسافرینو ته د بیړني حالت خبر ورکړل شوی وو.

کله چې الوتکه د ریاض په هوايي دگر کې کېناسته او بېړنۍ مرستې راورسېدې. ډاکټرانو خبر ورکړ چې ولید المحمد خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button