راپورونهسيمه او نړۍ
د هند د هوایي پوځ عسکر ابېنندن خپل برېتونه لنډ کړل
خو ځینو خلکو ترې د برېتونو د بېرته اوږدولو غوښتنه کړې.

د هند د هوایي پوځ یو سرباز ابېنندن ورتامن خپل برېتونه لنډ کړل او دندې ته ستون شو.
هغه وروسته له هغه هند کې مشهور شو چې پاکستاني کشمیر کې یې د وسله والو په یو مرکز برید وکړ، خو بیا پاکستاني پوځیانو ونیوه جې بیا یې بېر ته هند ته وسپاره.
د ابېنندن برېتونه د هندیانو له پاره د اتلولۍ یو سېمبول شو او ګڼو هندیانو د هغه په څېر برېتونه جوړ کړل.
ابېنندن ته د حکومت له لوري یو مډال هم ورکړل شوی دی.
د برېتونو لنډول یې ځینو هندیانو نه دي خوښ کړي او ویلي یې دي چې ابېنندن دې بېرته برېتونه اوږده کړي.



