افغانستانخبرونه

ننگرهار: د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې د داعش قومندان وژل شوی

د ننگرهار اچین کې د ناټو د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې د داعش قومندان له درې تنو سره یوځای وژل شوی. الوتکو د ماسپښین په دوو بجو د داعش دغه ډلگۍ په نښه کړې وه.
د ننگرهار ولایت ویاند عطالله خوگیاڼي رسنیو ته وویل: «بې‌پيلوټه الوتکې د داعش ډلې یو موټر په اچین ولسوالۍ کې په نښه کړ چې د داعش قومندان قاري سجاد له نورو درې تنو سره یوځای په کې له‌منځه ولاړه».
ویاند همداراز زیاته کړه چې د ناټو په نورو هوايي بریدونو کې چې د زودرا سیمه يې په نښه کړې وه د داعش څه درنې او سپکې وسلې هم له‌منځه وړې دي.
تر دې دمه د پېښې په اړه د داعش ډلې څه نه دي وېلي. داعش د ننگرهار په اچین او بټي کوټ ولسوالۍ کې له طالبانو او حکومت سره نښتې کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button