راپورونهسيمه او نړۍ

ټرمپ: ډېر ژر به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسو

د امریکا ولسمشر وایي، اوس د دې وخت دی چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. ډونالډ ټرمپ چې د ټاکنیز کمپاین په یوه ناسته کې یې خبرې کولې وویل، ټاکل شوې وه چې متحده ایالات په افغانستان کې د لنډې مودې لپاره پاتې شي، خو دی وایي دغې جګړې ۱۹ کاله دوام وکړ. ټرمپ وایي، له دې وروسته په نړۍ کې اوږدې جګړې ختمول غواړي او ژر به له افغانستان څخه خپل ځواکونه هیواد ته ستانه کړي. که څه هم ټرمپ وایي، امریکایي ځواکونه به خپل هیواد ته ستانه کړي، خو په دې تړاو یې زیات جزیات نه دي ورکړي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button