افغانستانراپورونهسيمه او نړۍ

د افغانستان سفارت د اعتراض په ډول پېښور قونسلګری وتړله

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي، په پېښور کې د افغانستان قونسلګري د اعتراض په ډول تړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مسوولان وایي، تیره شپه پاکستاني پولیسو یوځل بیا په پښور کې د افغان ملي بانک اړوند ، پر یوه مارکیټ چاپه وهلې او د افغانستان بیرغ یې ښکته کړی دی.
چارواکی وایي،سفارت په دې تړاو خپل دریځ بیان کړی و،خو پاکستان د اصولو خلاف ، یوځل بیا په یاد مارکیټ چاپه وهلې او له همدې امله په پېښور کې د افغانستان قونسلګري داعتراض په ډول تړي.
پاکستان تر دامهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button