افغانستانراپورونه

د طالبانو ۱۱کسیزه پلاوی نن پاکستان ته سفر کوي

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر اکاونټ خبر ورکړی چې د دغه دفتر د مشر په مشري به یو هیئت نن (چهارشنبه) ورځ پاکستان ته سفر کوي.

سهیل شاهین لیکلي: د پاکستان په رسمي بلنه د سیاسي مرستیال ملا برادر اخند په مشري یو لوړ پوړی پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي او هلته به دیاد هیواد له چارواکو سره په یولړ مهمو موضوعاتو خبري وکړي.

طالب پلاوی داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم پرون پاکستان ته تللی، خو دا نده معلومه چې دواړه لوري به هلته سره مخامخ شي کنه.

خلیلزاد تر دې وړاندې چین ته تللی وو، خو طالب استازي هم څو ورځې وړاندې چین ته تللي وو، له هغه تر مخ یې ایران او روسیې ته هم سفرونه کړي وو او د سولې د دریدلو خبرو د بیا پیل کیدو غوښتنه یې کړې وه.

خلیلزاد او طالبان داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې تر دې وړاندې خلیلزاد په امریکا کې د پاکستان لومړي وزیر سره هم لیدلي وو او د افغان سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې وې.

خلیلزاد د عمران خان سربیره د یو شمیر نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیدلي وو او په دې اړه یې د نظرونو تبادله او معلومات سره شریک کړي وو.

د یادونې وړ دی چې د ترمپ له لوري د سولې خبرو تر دریدو د خلیلزاد دا لومړی سفر دی چې کوي یې او طمع کیږي چې دریدلې خبرې بیا پیل شي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button