راپورونهسيمه او نړۍ
پاکستان له تاریخي اقتصادي کړکېچ سره مخ دی

ملګري ملتونه وایي د چین، سعودي عربستان او نړیوالو مالیاتي ادارو څخه د پورونو ترلاسه کولو باوجود پاکستان په اقتصادي بحران کې راګیر دی.
د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختیا اړوند راپور کې دپاکستان داقتصادي کړکېچ علتونه د پورونو د راکړې ورکړې خراب وضعیت، د پاکستانۍ کلدارې ارزښت کې کمښت او بهرنیو پورونو کې زیاتوالی ښودل شوی.
د پاکستان صدراعظم عمران خان کله چې تېر کال واک ته ورسېد نو وې ویل چې تېرو حکومتونو ددغه هېواد خزانه تشه کړې او پاکستان له تاریخي اقتصادي کړکېچ سره مخ دی. خو ملګري ملتونه وايي، چې دغه هېواد لا هم په اقتصادي بحران کې راګیر دی.



