راپورونهسيمه او نړۍ
پاکستان کې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې

پرون د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد، لاهور او پنجاب په ګډون د دې هېواد یو شمېر نورې سیمې سختې زلزلې ولړزول چې له امله یې تر ۳۲۳ ډېرو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دې زلزلې ۲۳ کسان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
د دې زلزلې چې مرکز یې د پنجاب میرپور ښار ښودل شوی دی شدت یې د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه دوه درجې و. د پاکستان تر واک لاندې کشمیر لومړي وزیر راجا فاروق حیدر ویلي چې د کشمیر په ځینو برخو کې هم ګڼ شمیر ودانۍ ویجاړې شوي دي خو هغه د تلفاتو په اړه جزیات ورنه کړل.
په ورته وخت کې د میرپور ښار اوسیدونکي وایي چې په ښار کې سړکونه ویجاړ شوي او د ټلیفون او برق پایو غورځیدلو له کبله د سیمې اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.



