
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ ، نهه کسيز پلاوی د چين پلازمينې بيجينګ ته رسيدلی دی،قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين ويلي ،چې طالب مشرانو له چيني چارواکو سره په دغه سفر کې د طالب او امريکايي استازو تر منځ د سولې وروستيو خبرو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د سولې خبرو تر لغوه کيدو وروسته له روسيې او ايران وروسته چين ته دا د طالب استازو درېيم مهم سفر بلل کيږي.



