راپورونهسيمه او نړۍ

پاکستان: د ډیورنډ کرښې نه منل د سولې هڅو ته زیان رسولی شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان له لوري د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه منل د سولې هڅې زیانمولای شي.
پاکستان دا اعلامیه وروسته له هغه ورکوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ډیورنډ کرښې په اړه یې دریځ نه دی بدل شوی.
افغانستان د ډیورنډ کرښه د دوه هېوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه نه مني.
دا بحثونه وروسته له هغه راپورته شول چې پاکستان په تورخم کې د تورخم پولې دروازې په نوم یوه لوحه ولګوله.

Tags

ورته مطالب

Back to top button