
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، افغانستان کې د دایمي سولې له پاره په کار ده چې بهرني پوځیان په عزت کې له افغانستانه ووځي.
حکمتیار له طلوع نیوز سره خبرو کې د طالبانو او امریکایانو د خبرو د درېدو په اړه وویل چې د امریکا پرېکړه ناڅاپي وه او هیڅوک یې په دلیل پوه نه شول.
خو هغه وویل د خبرو پېلولو پرته بله لاره هم نه شته.
حکمتیار د پخواني پاچا امان الله او د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود په اړه وویل چې دواړو ته د ملي اتلانو په سترګه نه ګوري.



