
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، افغان ځوانان د لوږې له امله د اردو لیکو ته ځي.
هغه دا خبره نن کابل کې یوې ټاکنیزې غونډې ته کړې.
د حکمتیار په غبرګون کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي چې حکمتیار باید د خپلې خبرې بښنه وغواړي.
صدیقي وایي چې حکمتیار افغان ځواکونو ته سپکاوی کړی.



