راپورونهسيمه او نړۍ

جوبایډن: ولسمشر ټرمپ نړۍ ناامنه کړي ده

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوندکاندید جوبایډن د ولسمشر ټرمپ سیاستونه د نړۍ د لا ناامنه کیدا سبب وبلل .

د امریکا د راتلونکی میلادی کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مقدماتی سیالیو کې دډیموکرات ګوند مخکښ کاندید او دپخوانی ولسمشر باراک اوباما مرستیال جوبایډن پرون وویل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نړي ته جوړ کړيو ستونزو نړۍ نوره هم ناامنه کړي.

جوبایډن د اټومی ژمنو په کمولو د ایران په غبرګون کې وویل، ولسمشر ټرمپ له اټومی تړون څخه ووت او اوس ایران خپل اټومی پروګرام مخ ته بیایی .

دامریکا دډیموکرات ګونددغه نامتو غړی وویل دا یوبل مورد دی چې ولسمشر ټرمپ امریکا ، لویدیځ اسیا او نړۍ نور هم پسې ناامنه کړی دی .

Tags

ورته مطالب

Back to top button