راپورونهسيمه او نړۍ
امارات پاکستان ته: کشمیر څخه د مسلمان امت مسله مه جوړوئ

جیو نیوز د وتلي پاکستاني ژورنالست حامد میر له خولې لیکلي، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني لوړ پوړو چارواکو ته ویلي چې کوشش دې نه کوي چې له کشمیر څخه د مسلمان امت مسله جوړه کړي.
د اماراتو او سعودي د بهرنیو چارو وزیران پرون په یو ورځیني اسلام اباد ته تللي وو.
د کشمیر پر سر وروسته له هغه بحث تود شو چې هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر خپل ځان پورې وتړه او ځانګړی حېثیت یې ورته ختم کړ.
پاکستان دغه مسله نړیواله ګڼي، خو هند وایي چې دا د دوی کورنۍ مسله ده.
له هندي کشمیر څخه د تاوتریخوالي رپوټونه ورکول کېږي.
پاکستان هڅه کوي چې په دې تړاو د اسلامي او غېر اسلامي هېوادونو ملاتړ راخپل کړي.
پاکستانیان وروسته له هغه سخت غوسه شول چې اماراتو د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ته لوړ ملکي مېډال ورکړ.



