افغانستانراپورونه

د کابل لاریونوال: ګرین ویلج کیمپ باید وتړل شي

تېره شپه طالبانو د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د بهرنیانو پر کیمپ ګرین ویلج باندي حمله وکړه، تر حملې وروسته نن سه شنبه په سلهاوو کابلیانو په اعتراض لاس پوري کړی دی، او د ګرین ویلج تړل يې غوښتي دي. دا لومړی ځل نه دی چي پر ګرین ویلج باندي حمله کېږي، د جنوري په میاشت کي هم طالبانو دلته انتحاري حمله کړې وه.

د کابل قهرېدلو اعتراض کونکو د بهرنیانو د وتلو غوښتنه کوله، او د ګرین ویلج په لور يې ډبري ورغوځولې.

د ګرین ویلج په انتحاري حملې لږ تر لږ ۳۰ تنه وژل سوي دي، او څه د پاسه ۱۰۰ تنه ټپي سوي دي. د پولیسانو او مظاهره چیانو تر مینځ اخ و ډب هم پېښ سوی دی.

پر ګرین ویلج باندي په داسي‌ وخت حمله کېږي چي طالبانو په شمال کي د کندوز او بغلان پر ولایتونو باندي هم ډله ایز بریدونه کړي دي.‌

د کورنیو چارو وزارت وايي چي ۴۰۰ بهرنیان يې د طالبانو له برید څخه ژغورلي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button