
پخوانیو وکیلانو په یو غونډه کې وویل، د هیواد اوسنی وضیعت ددې ته نه ده اماده چې ټاکنې پکې تر سره شي، دا وکیلان زیاتوي، اوس په هیواد کې د وینې بهیږي، حکومت باید د ټاکنو پرځاې د سولې ملاتړ وکړي.
یو پخوانی وکیل همایون همایون وايي، سوله اولیت لري نه ټاکنې او د جمهوري ریاست په ټاکنو سولې ته ترجیح ورکوم.
عبدالعزیز ابراهیمي د ټاکنو د کمیسون ویاند وايي، هغه سیمو کې چې امنیت خراب وي نو هلته ټاکنې نه تر سره کیږي، ټاکنو ته تقریبا یو میاشت پاتې ده خو اکثره سیاسون وايي چې باید د ټاکنو پر ځاې سولې ته اولیت ورکړل شي.



