راپورونهسيمه او نړۍ
عمران خان په امریکا کې د زلمي خلیلزاد سره وکتل

د رسنيو د راپورونو په حواله، د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان له لومړي وزير سره ليده کاته کړي دي.
راپورونه وايي، دوی دواړو په خپله ليدنه کې پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او دوی له ټولو هغو نوښتونو ملاتړ کوي چې د افغان سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.



