
د ټاکنو د کمېسیون د دارالانشا پخوانی مشر ضیاء الحق امرخېل وایي، په ۲۰۱۴ کې عبدالله عبدالله ګټونکی نه و.
امرخېل دا خبره وروسته له هغه وکړه چې اوسني اجراییه رییس د طلوع نیوز په خپرونه کې وویل چې دی د هغو ټاکنو ګټونکی و.
امرخېل په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي، نوماندان د ټاکنو د پایلو د اعلان پر مهال خپله ناکامي نه مني، خو عبدالله عبدالله یې بیا پنځه کاله وروسته هم نه مني.
هغه زیاته کړې چې د ټاکنو کمېسیون یوازې اشرف غني ته باور لیک ورکړ.
امرخېل په ۲۰۱۴ ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د پلویانو له لوري په درغلیو تورن شوی چې په وینا یې د اشرف غني د ټیم په ګټه یې لاسوهنه وکړه.
عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې و نه منلې چې پایله یې د ملي وحدت په نوم د نوي حکومت جوړېدل شول.



