افغانستانراپورونه

محقق: اتمر نه ځکه بیل شوم چې هغه ټاکنو پر ځاې سوله خوښوله

د محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې مرستیال محمد محقق وايي له دې امله چې د حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې د ټاکنو په پرتله سولې ته لومړیتوب ورکړ، نو ځکه له دې ډلې جلا او د ثبات او همپالنې له ډلې سره یوځای شو.

د محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال محمد محقق په رسمي توګه له دې ټاکنیزې ډلې ووت او د عبدالله عبدالله له ټاکنیزې ډلې سره یوځای شو.

د محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې پخوانی مرستیال محمد محقق په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ ډله د دې لپاره ودرېده چې ویل یې چې سولې ته لومړیتوب ورکوو، همدا وه چې له هغې یوه میاشت تېره شوه موږ د دې په تمه یوو، بیا موږ هغوی ته وویل چې په سوله کې مو هم همکار یوو، لکه څرنګه چې ښکاري سوله د اوسۍ په ښکر کې ده.»

بل پلو عبدالله عبدالله وایي چې هغه کله هم د ښاغلي محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې د پاشل کېدو غوښتونکی نه و؛ خو باور لري چې دا ټاکنیزه ډله به د راروانو ټاکنو د سیالیو ګټوونکې وي.

تر دې وړاندې د محمد حنیف اتمر د ډلې د غړو تر منځ د اختلافونو د شتوالی رپوټ ورکړل شو؛ وروسته ښاغلي محمد حنیف اتمر اعلان وکړ چې خلک تر ډېره د سولې غوښتونکي دي او دې ټاکنیزې ډلې خپل ټاکنیز کمپاینونه ځنډولي دي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button