افغانستانراپورونه

عبدالله عبدالله: د ۲۰۱۴کال ټاکنې اشرف غني نه ما ګټلې وې

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس او د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله وایي، په ۲۰۱۴ کال کې تېرې ولسمشریزې ټاکنې سله په سله ده ګټلې وې، خو د ټاکنو پایلو د ولس اصلي رایه او غوراوی څرګند نه کړ.
په کابل کې تېره شپه له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي عبدالله وویل، ولسمشر محمد اشرف غني‌ چې کله ځان ته د ټاکل شوي ولسمشر خطاب کوي نو باید لږ په خپل ګرېوان کې سر ټیټ کړي او ځان ته دې ور یاد کړي چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې څه شوي وو.
ښاغلي عبدالله د ولسمشر محمد اشرف غني هغه خبره هم رد کړه چې اوسنی د ملي وحدت حکومت د سولې په اړه کومه لویه پرېکړه نشي‌ کولای. اجرائیه رئیس وویل، اوسنی حکومت د خلکو په رایو رامنځته شوی، او که سولې ته فرصت برابر شي دا حکومت کولی شي د ولس په استازیتوب د سولې برخه کې جدي او لویې پرېکړې وکړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې به د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه ترسره کېږي، چې پکې ښاعلی عبدالله د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او کلک سیال بلل کېږي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button