افغانستانراپورونه

طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته به بشري مرستې ډېرې شي

له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته ښايي له افغانانو سره بشري مرستې ډېرې شي. اسوشټېډ پرېس په یوه راپور کې وايي سره له دې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې حضور لري، خو لا هم افغانان بشري مرستو ته شدیده اړتیا لري.
په راپور کې راځي په لرو پرتو سیمو کې چې تر ډېره د طالبانو تر واک لاندې دي زرګونه کسان له ناوړه اقتصادي وضعیت ځورېږي او دغه راز د خوړو او روغتیايي خدماتو له کمښت یا نشتوالي سره مخ دي. په افغانستان کې د مرستندویه موسسو ځینو چارواکو له دغه اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د مرستو او همکاریو په لار کې یې تر ټولو ستر خنډ جګړه او نا امني ده.
دغه چارواکو ویلي ددې احتمال شته که د سولې تړون لاسلیک شي نو له اړمنو افغانانو سره به د نړیوالو مرستندویه موسسو مرستې او همکارۍ ډېرې شي.
اسوشټېډ پرېس وايي په افغانستان کې د کمزوري اقتصاد له امله زرګونه ماشومان له خوارځواکۍ ځورېږي او زرګونه خلک لومړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.

Tags

ورته مطالب

Back to top button