راپورونهسيمه او نړۍ

 هند د پاکستان پر وړاندې خپلو ځواکونو ته د تیارسئ اعلان کړي

د هند په گجرات ايالت کې د تازه استخباراتي راپورونو د ترلاسه کېدو وروسته هند خپلو ځواکونو ته په بېړنۍ توګه د تيارسئ حالت اعلان کړی دی، تر څو د پاکستان پر وړاندې ځوابي برید ته اماده اوسي.

د هندي رسنیو د نن سهار بېړني راپورونه همدا وو چې
د پاکستان کمانډويي ځواک ښايي د هند په خاوره پلان شوی برید عملي کړي. چې تر دې استخباراتي معلوماتو وروسته د هند د گجرات ایالت په بندرونو کې د تیارسئ حالت اعلان شوی دی.
په نوي ډيلي کې هم د هندي چارواکو له خوا ويل شوي دي چې دا کمانډويان ممکن د پاکستان د پوځ کارکوونکي يا د پاکستان د پوځ له خوا د تربيه شوې يوې وسله والې ډلې غړي وي چې موخه یې هند ته په داخلېدو سره د بريدونو ترسره کول وي.

له دې وړاندې د فبرورۍ پر ۱۴ مه نېټه په پاکستان کې مېشت جیش محمد وسله والې ډلې په هندي ځواکونو ځانمرګی برید کړی وو چې په نتیجه کې تر ۵۰ پورې هندي پوځیان وژل شوي وو.، اوس هند بیاهم په دې فکر کې دی چې وسله وال برید پرې ترسره نه شي.

هغه وخت هم هندي ځواکونو د جیش محمد وسله والې ډلې څخه غچ اخیستی وو چې په ځوابي هوایي برید کې د پاکستان په خاوره تر ۲۵۰ پورې د جیش محمد ډلې وسله وال غړي وژلي وو.

Tags

ورته مطالب

Back to top button