افغانستانراپورونه

امریکا د ۲۰۰۱ څخه تر اوسه ۷۶۰ ملیارده ډالر په افغان جګړه لګولي

په ۲۰۰۱م کې امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه شروع کړه چې ویلې، القاعده جنګیالیو په امریکا کې د ۱۱ ستمبر حمله کې لاس درلود او په افغانستان کې اوسیږي، دا جګړه ۱۸ کلنه شوه خو دې جګړې د ځاني تلفاتو تر څنګ امریکا ته ډیر مالي زیانونه هم واړول.

اوس داسې معلومیږي چې په قطر کې امریکا او طالبانو مزاکرات د کامیابیدو په لور روان دي له دې مزاکراتو وروسته به امریکا پوځیان هم له افغانستان څخه وځي.

خو د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې ۷۶۰ میلیارد ډالر لګولي دي.

دا شمېر تر هغه ډېر دی چې افغان حکومت یې وايي. افغان ولسمشر غني وايي چې د امریکا جګړې تر اوسه ۵۰۰ سوه ملیارده ډالر لګول شوي.

مګر د امریکا د برن پوهنتون د څېړنه وايي، په افغانستان کې د لګښت په هکله د امریکا رسمي شمېر له اصلي شمر ډېر کم ښودل شوی دی.

Tags

ورته مطالب

Back to top button