افغانستانراپورونه

طالبان: ژر به مسلمان او خپلواکۍ غوښتونکي ولس ښه زیری وړاندې کړو

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند وایي، نن هم له امریکایانو سره مذاکرات دوام کوي.
سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي، وروستي توافق ته نږدې شوي یو.
هغه زیاته کړې، هیله ده چې ژر به مسلمان او خپلواکۍ غوښتونکي ولس ته ښه زېری ولرو.
ګومان کېږي چې دا به د طالبانو او امریکایانو تر منځ د نهم پړاو مذاکراتو وروستۍ ورځ وي.
د امریکا ځانګړی استازی کابل ته را روان شوی څو له طالبانو سره د امریکا د توافق لیک په اړه د ملي یووالي حکومت مشرانو ته وروستي مالومات ورکړي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button