افغانستانراپورونه

“د طالب-امریکا د سولې تړون به په افغان ځواکونو بریدونه و نه دروي”

یو شمېر طالبانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د طالب-امریکا د سولې له تړون وروسته به په افغان ځواکونو بریدونه و نه دروي.
یو طالب قومندان د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دوی به د افغان حکومت پر ضد جګړه روانه وساتي او واک به په زور ونیسي.
یو بل قومندان بیا په روانې اوونۍ د طالب-امریکا تر منځ د تړون د لاسلیکېدو خبره کړې.
د طالبانو د قطر دفتر او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا په ځلونو ویلي چې د راتلونکي حکومت په اړه به پرېکړه په بین الافغاني خبرو کې کېږي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button