
د طالبانو ویاند وایي، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په صیادو سیمه کې یې د بهرنیو عسکرو په کاروان سرتېری برید کړی دی.
ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې برید د محمد حسن پرواني له لوري شوی دی.
هغه ادعا کوي چې برید کې اووه بهرني عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
برید بېګا د شپې یوولس بجې شوی دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت غبرګون تر اوسه په دې اړه مخې ته نه دی راغلی.
دا په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې هم افغانستان کې دوه بهرني عسکر وژل شوي وو.



