
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، موږ نن ازادي نه لرو.
د طلوع نیوز رپوټ کې ویل شوي چې حکمتیار د یکشنبې په ورځ یوې غونډې ته ویلي چې موږ خپلواکي او ملي حاکمیت نه لرو.
نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو سلمه کالیزه وه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ونمانځل شوه.
حکمتیار، چې ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید هم دی، په خپلو کمپایني غونډو کې تر ډېره په افغانستان کې د بهرنیو د شتون په اړه څرګندونې کوي.
نوموړي موده وړاندې افغانستان بشپړ اشغال بللی و.



