
وتلې افغان سندرغاړې مژده جمالزاده وایي، طالبانو سره له سولې وېرېږم.
جمالزاده رادیو ازادي ته ویلي، دې ته اندېښمنه ده چې که طالبانو سره سوله وشي، نو غږ یې چوپ نه شي.
نوموړې خپلې مرکه کې په ډېرو مسایلو خبرې کړي.
یو ځای وایي، یو وخت یې چې چادري په سر کړې وه، نو د ډېرې نارامۍ احساس یې په کې کړی و.
هغې هغو ښځو ته افرین ویلی چې چادري اغوندي.
جمالزاده چې زیاتره مهال لویدیځ کې وي، په پښتو، دري او انګلیسي سندرې وایي.



