پاموړ

شل کاله وروسته د یو شخص له خېټې د غاښونو برس ایستل شوی

د لایي په نوم یو چینایي کس شل کاله وړاندې په زندان کې د ځان وژنې په پار د غاښونو برس خوړلی و.
اوس ویل کېږي چې روغتیاپالانو د دغه کس له معدې دغه برس ایستلی دی.
لایي برس خوړلی و، خو د وخت له تېرېدو سره یې د برس خوړل هېر شوي وو چې موده وړاندې یې سي ټي سکېن کې د برس شتون مالوم شو.
لایي اوس له زندانه بهر دی.
د ډیلي مېرر له لوري خپور شوي تصویر کې لیدل کېږي چې برس تور رنګ اخیستی او سم نه پېژندل کېږي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button