سيمه او نړۍ

پاکستان د هند سفیر ته د بیرته ستنیدو امر کړي

پاکستانی حکومت وايي، سفيران به سره ولاړ شوي وي، خو د واهاګه لاره به د خلکو پر مخ پرانيستې وي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، دغه هېواد په پاکستان کې د هند سفير ته ورياده کړې ده چې اسلام‌اباد خوشې کړي او خپل وطن ته ستون شي.

پاکستاني حکومت په رسمي توګه په پاکستان کې د هند له سفير اجې بساريه څخه د پاکستان د پرېښودو غوښتنه کړې او په دې سربېره يې، خپل نوی سفير امين الحق چې ټاکل شوې وه د اګسټ په شپاړسمه ډيلي ته لاړ شي، ځنډولی دی.

پاکستانی حکومت وايي، سفيران به سره ولاړ شوي وي، خو د واهاګه لاره به د خلکو پر مخ پرانيستې وي.

په دې سربېره، د پاکستان حکومت هغه ټولې پروسې درولې دي چې له هند سره يې په ګډه کار ورباندې کاوه.

پاکستان دغه اقدام وروسته له هغه کوي چې د هند حکومت له کشمير څخه ځانګړی قانوني حيثيت واخيست او ورسره د هند او پاکستان اړيکې بيا ترينګلې شوې.

د دغه ځانګړي حيثيت په اساس، کشمير په ځينو برخو کې خپلواکي درلوده.

Tags

ورته مطالب

Back to top button