خبرونهسلايډ

افغان چارواکي د بروکسل له کنفرانس څخه د ډېرو مالي مرستو تمه کوي

 

افغان چارواکي د بروکسل له کنفرانس څخه د ډېرو مالي مرستو تمه کوي. د روانې میلادي میاشتي په څلورمې او پنځمې به د بروکسل په ښار کې د نړۍ د اویا هېوادونو په گډون د افغانستان د راتلونکي څلورو کلو په اړه غونډه وشي.

نن د یکشنبې په ورځې د بروکسل د غونډې په تړاو ولسي جرگې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د کډوالو د چارو وزیر عالمي بلخي ورغوښتي وو تر څو د غونډې په اړه توضیحات ورکړي.

حکیمي د ولسي جرگې غړو ته ډاډ ورکړ چې نړیوال ژمن دي چې له افغانستان سره مرسته وکړي او په دې اړه یې د مرستو ځینې شمېرې هم اعلان کړې. د حکیمي په وینا امریکا (۷۰۰)، جرمني (۴۵۰)، نړیوال بانک (۴۰۰)، د اسیا پراختیايي بانک (۳۰۵)، او هند به (۲۵۰) ملیونه ډالره مرسته اعلانوي.

تر دې مخکې ځینو پټو سندونو ښکاره کړې وه چې اروپايي اتحادیه له افغانستان سره د بروکسل په کنفرانس کې د مشروطې مرستې اخطار ورکړی خو لا په دې اړه نور څه نه دي ویل شوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button