خبرونهسلايډ

گارډین: اروپايي اتحاديې په پټه له افغان حکومت څخه د کډوالو د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې

 

گارډین ورځپاڼې خبر ورکړی چې د اروپايي اتحاديې پټ سند یې تر لاسه کړی چې له مخې یې اروپايي اتحاديي افغان حکومت ته په پټه اخطار ورکړی چې شاوخوا ۸۰۰۰۰ افغان کډوال چې اروپا کې د پاتې کېدو لپاره کاغذونه ورکړي بېرته افغانستان ته راستانه کړي.

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي چې سند کې اروپايي اتحاديې افغان حکومت ته اخطار ورکړی چې که د کډوالو دغه شمېره ونه مني نو ښايي د بروکسل په غونډې له افغان حکومت سره مرسته ونه کړي. اروپايي اتحاديي په ۲۰۱۲ کال کې د ټوکیو په کنفرانس کې ژمنه کې وه چې هر کال به له افغان حکومت سره څلور ملیارده ډالر مرسته کوي.

تیمور شرن د بحران د نړیوالې ټولنې غړي گارډين ته ویلي چې افغان کډوالو ته ډېره ستونزمنه ده چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شي. د شرن په وینا افغان حکومت نه شي کولای چې خپلو هېوادوالو ته د کار زمېنه برابره کړي. تېر کال ۱۹۶۱۷۰ تنه افغان کډوالو په اروپايي هېوادونو کې د پاتې کېدو لپاره خپل اسناد ټول کړي دي چې له دوی څخه ډېری یې د امنیتي ستونزو له کبله نه شي کولای چې خپل هېواد کې ژوند وکړي.

اروپايي اتحاديې له ترکیې سره ۶ ملیارده ډالره مرسته وکړه چې د کډوالو مخه ونیسې او د روان کال د اگست له شلمې وروسته چې کوم کډوال اروپا ته رسېږې بېرته ترکیې ته ستانه کړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button