راپورونهسيمه او نړۍ

یونان کې یو افغان کډوال دوه نور افغان کډوال په چاقو وهلي

د یونان دولتي رسنیو ویلي چې دغه هلک د افغانانو پر یوې ډلې په چاقو حمله وکړه، خو وایي چې دلیل یې تر اوسه معلوم نه دی.

د یونان په موریا نومې ښار کې یو پنځلس کلن افغان کډوال دوه نور افغان کډوال په چاقو وهلي او ټپیان کړي دي.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ ناوخته د دې کمپ په هغه څانګه کې وشوه چې بې سرپرسته نوي ځوان کډوال پکې ساتل کېږي.

د یونان دولتي رسنیو ویلي چې دغه هلک د افغانانو پر یوې ډلې په چاقو حمله وکړه، خو وایي چې دلیل یې تر اوسه معلوم نه دی.

راپورونه وایي چې په موریا کمپ کې چې د ۱۶۰ کسانو ظرفیت لري، شااوخوا ۶۰۰ کسان پکې ساتل کېږي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button