سيمه او نړۍ

ايران: ايډز د پخوا په پرتله دوه برابره شوی

ايران کې د اېډز ناروغي د پخوا په پرتله يو په دوه ډېره شوې ده. د ايران د عامې روغتيا وزارت د اېډز د لا خپرېدو او ډېرېدو پخلی کړی او لامل يې غير مصؤونې جنسي اړيکې ښودلې دي.

د ايران د عامې روغتيا وزارت مرستيال علي اکبر سياري ويلي، د دې ستونزې يو لامل دا دی، چې د جنس په اړه خبرې منع دي او خلک په دې اړه سم فکر نه لري.

ياد وزارت وايي، په تېرو لسو کلونو کې د جنسي اړيکو له لارې پر اېډز د اخته نارغانو شمېر په سلو کې له پنځلس سلنې تر دېرش سلنې لوړ شوی دی. د وزارت د شمېرو له مخې هلته تازه له دېرش زرو ډېر کسان په اېډز اخته شوي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button