شعر

مينه/ خالق یار احمدزی

مینه که ژوند وي نو معنا د استبداد به څه وه؟
اوس چې په مرګ نومول شوې سمې خولې لګوي

مینه حصه د آزاد خیاله بې کماله نه ده
مینه مستوره په نقاب ګوتې پخې لګوي

مینه د کیف او کم مدار کې لیدل شوې نه ده
مینه د راز او نیاز فلک باندې پنجې لګوي

مینې د حسن بدرنګي تعریف زده‌كړی نه دی
مینه ګلاب ده په اغزیو کې خیمې لګوي

مینه د ستا د غزلیز الهام څو توري نه دي
مینه اواز دی خالقیاره هیلې مړې لګوي

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button