شعر

غزل / فاروق دیدار

د زنــــدګۍ قیضه مې ستا په لاس اشنا ده منم
ته مــــــې په ژوند لوبې کوه، خطا زما ده منم

زما په زړه کې ، ته پوهیږي څه سودا ده منم
یوه مــــــسکا غواړم ، هو دا مې تقاضا ده منم

پدغه ټکي کې زورشته ، زړه ته ډیر زر کیوځې
تر خـــــــپله غرضه راڅرخیږي څه دونیا ده منم

په تا به هـــــیڅ نه کیږې، ته یواځې هو خو وکړه
په تا به هـــــــیڅ نه کیږې دا ذمه په ما ده منم

هســــــــــې بس ځان له ډاډګیرنه ورکوو ګنې نو
دیــــــــداره! ټوله زندګي د غم سودا ده منم

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button