خبرونهسلايډ

ناټو: له افغانستان نه د وتلو لپاره کوم پلان نه لرو

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو ویلي چې له افغانستان نه د خپلو پوځيانو د وېستلو لپاره کوم ځانگړی پلان نه لري. د ناټو چارواکو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې تر دې دمه د امریکايي سرتېرو د کره شمېرې د پاتې کېدو په اړه هم امریکایانو څه نه دي ويلي.

د ناټو د نظامي کمېټې مشر پیتر پاویل په پروگسل کې رسنیو ته وویل چې د ناټو غړو هېوادونو تر منځ دا مشترک ټکی دی چې په افغانستان کې خپل سرتېري تر نامعلومې نېټې پورې پرېږدي.

پاویل زیاتوي چې د دې لپاره شرایط نه دي برابر شوي چې افغانستان اوسمهال پرېږدو او دا تصمیم نیول شوی دی.

ولسمشر اوباما غواړي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۹۸۰۰ څخه ۵۰۰۰ ته راټیټ کړي خو تر دې دمه یې په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی. د نظامي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې ناټو د امریکایانو د پلان له عملي کولو وروسته د خپلو سرتېرو په اړه تصمیم نیسي.

د ناټو غړیو هېوادونو یو چارواکي پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی لا هم د واشنگټن د پرېکړې منتظر دي چې هغوی د خپلو سرتېرو په اړه څه تصمیم نیسي وروسته له هغې به بیا ناټو پرېکړه وکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button