سيمه او نړۍ

«د سوريې حلب کې اوربند اعلان شوی»

امريکايي چارواکو خبر ورکړی، چې د سوريې له نورو ښارونو وروسته حلب کې هم اوربند اعلان شوی دی. په عين وخت کې د ملگرو ملتونو مقاماتو د سوريې رژيم پر جنگي جرمونو تورن کړی دی.

د سوريې حلب ښار کې وروستۍ جگړې خورا خونړۍ وې، چې له امله يې سلگونه ولسي وگړي ووژل شول. د حلب اوسېدونکو ښار کې د جمعې جمع له دې امله بنده کړه، چې دولتي او روسي الوتکې پرې بمبارۍ کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون وويل، روسيې سره په دې اړه هوکړې ته رسېدلي، چې اوربند حلب ښار ته هم وغځېږي. چارواکي وايي، د اوربند له اعلان لږ وروسته تاوتريخوالي کې د پام وړ کموالی راغلی. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي: «له ښکېلو لوريو يې غوښتي، د اروبند مراعت وکړي». نوموړي زياته کړه: «موږ له ټولو لوريو تمه لرو، چې حلب کې د اوربند په مراعتولو جگړه ودروي. د سوريې رژيم او مخالفان يې بايد دې ته پام وکړي».

خو خپله د اوربند په اړه د هوکړې گډونوال ډاډه نه دي، چې دا اوربند به څومره دوام وکړي. پخوا هم د سوريې ځينو ښارونو کې اوربند اعلان شوی، خو هر ځل ډېر ژر مات شوی او جگړو يو ځل بيا ولسي وگړو ته درانه تلفات اړولي دي.

د سيمې خلک وايي، تېره شپه هم حلب کې نښتې شوې دي او لا هم د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېږي، چې خلک يې له امله وېرې نيولي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button