خبرونهسلايډ

چمن کې پاکستان د ملي امنیت یو کارکوونکی نیولی

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د افغانستان د ملي امنیت یو تن کارکوونکی یې د بلوچستان ایالت په چمن سیمه کې د پولې دې غاړې ته نیولی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اف‌بي‌اي اداره چې وایي چې نیول شوی شخص روزي خان نومېږي او پاکستان ته له اسنادو پرته را اوښتی دی چې له څو ورځو پاتې کېدو وروسته یې غوښتل بېرته افغانستان ته واوړي چې د دې ادارې له لوري ونیول شو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان استخباراتي مامور اوسمهال په نامعلوم ځای کې د پوښتنې او گېروېږنې لاندې دی.

هره ورځ په زرگونو تنه افغانان د چمن له لارې پاکستان ته سفر کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button