سلايډنظر او تحلیل

دوستم: د ملي امنيت شورا زما د فعاليتونو مخه نيسي

د ولسمشر غني لومړی مرستيال جنرال عبد الرشيد دوستم وايي چې د افغانستان د ملي امنيت شورا يې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مخه نيسي. ده ويلي چې د ملي امنيت شورا کې «ځينې کسان» يې د ترهګرۍ پر ضد د فعاليتونو مخه نيسي.

سپوږمۍ راډيو راپور ورکوي د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم دغه څرګندونې په جوزجان کې کړي دي. جنرال دوستم وايي جوزجان ته د ترهګرۍ د فعاليتونو د مخنيوي له پاره تللی دی.

دوستم په خپلو خبرو کې د ملي امنيت شورا ځينو غړو ته په اشاره ويلي: «دوی ډارېږي چې جنرال دوستم به یو ګوند وځپي او جنبش به غښتلی کړي، خو زما په صداقت نه پوهېږي».

د جنرال دوستم له فعاليتونو څخه د جمعيت اسلامي غړي، په ځانګړې توګه په شمال کې د بلخ سمبال چاری والي، عطا محمد نور وېره لري، تر څو په راتلونکي کې هغوی ته ستونزه جوړه نه کړي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button