
د پاکستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد په ستر سوداگریز ښار کراچۍ سویل کې د ځانگړو عملیاتو په ترڅ د القاعدې د تنظیم مالي ملاتړ کوونکی عبدالرحمن سندي نیولی دی.
عبدالرحمن سندي نوم له ۲۰۱۲م کال راهیسې د ملګرو ملتونو په بندیز لیست کې شامل شوی وو. د دې سیمې د پولیسو مشر مقدس حیدر رسنیو ته وویل چې پولیسو او استخباراتي ادارو په گډه له حیدر څخه د وروستیو ترهگریزو بریدونو په اړه پوښتنې پیل کړي دي.
پاکستان په دې وروستیو د گڼو ترهگریزو بریدونو ښکار شوی دی. تېره میاشت د لاهور په گلشن اقبال تفریحي پارک کې د عیسویانو په میله کې برید وشو چې گڼ ماشومان او د هغوی مېندی په کې ووژل شوې.
له ۲۰۰۱م کال رهیسې د القاعدې تنظیم ډېری غړي په پاکستان کې نیول شوي دي.



