افغانستان

کورنيو چارو وزارت د دوو امريکايي سلاکارانو وژونکی عسکر نيولی

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت څلور کاله وروسته د ملي اردو هغه عسکر نيولی دی، چې د دوو امريکايي سلاکارانو پر وژنه تورن دی.

د دې وزارت وياند صديق صديقي رسنيو ته ويلي، څلور کاله وروسته يې د ملي اردو هغه عسکر نيولی، چې د دوو امريکايي سلاکارانو د وژنې شک پرې و. نوموړي زیاته کړې ده: «دغه تورن عبد الصبور نومېږي او څلور کاله مخکې يې د کورنيو چارو وزارت دننه دوه امريکايي سلاکاران په ډزو ووژل».

نوموړی له پېښې وروسته تښتېدلی و، صديقي وايي، پوليسو عبد الصبور د باميانو په يکاولنگ ولسوالۍ کې نيولی او بيا يې کابل ته استولی دی. د هغه په وينا نوموړي خپل جرم منلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکايي پوځيانو له لوري بيا بيا د ملي اردو پر عسکرو او ملکي افغانانو مرگوني بريدونه شوي، خو تر اوسه له دې امله هيڅ امريکايي پوځي نيول شوی يا محاکمه شوی نه دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button