شعر

غزل / سید شاه سعود

وخت به هیله د هر چا راشوکوله
له دنیا به یې دنیا راشوکوله

ستا په شونډو یې نوکارې لګولې
یو ماشوم ترینه موسکا راشوکوله

په لروکي به مې ګوتې تیرولې
په لاسونو مې ګیا راشوکوله

شپې به زلفی په سپوږمۍ کې رنګولې
پلوشو به ترې رڼا راشوکوله

د چینار چیغه مې اوس هم هیره نه ده
یوه څانګه ترینه ما راشوکوله

په سعود ده زندګۍ جوکې اخته وې
کومه کومه به ترې تا راشوکوله
_______________________________
سید شاه سعود

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button