شعر

غزل / بصيرالحق عادل

دا چې هر خوا دی پسرلی پسرلی
زموږ په سيمه دی لوګی پسرلی

راځه اوس شور وکړه مستي وکړه
اې بيا راغلی لېونی پسرلی

موږ ته سپرلي رنګونه راوړل خو اخخ
سور مې په وينو دی لالی پسرلی

انسانان دلته ګلابونه وژني
انسان وژلی دی ريدی پسرلی

خزان وهلی عادل راغی درته
خو، له تا هم خيژي ځګېروی پسرلی

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button