شعر

غزل / فاروق ديدار

ماته په سترګو کې له نم نه سیوا، اخوا کنه

ماته ژوند څه راکړې؟ غم نه سیوا اخوا کنه

زړه کې مې ځای نشته د بل لپاره یمه داسې
زړه کې مې ځای نشته صنم نه سیوا اخوا کنه

لا هم د شک په پوله ناسته پر ما شک کوې خو
نور درته څه ووایم قسم نه سیوا اخوا کنه

زه نور څه نه غواړم د خپل بچو لاسو کې زیاتي
زه نور څه نه غواړم قلم نه سیوا اخوا کنه

ددغه دور زمـــــانې دا ځینې ځینې یاران
دیـداره! نه ګڼم لړم نه سیوا اخوا کنه

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button