افغانستان

فارياب کې ترافيکې پېښې اته تنه وژلي

د فارياب چارواکو خبر ورکړی، چې د يوه موټر اوښتو کې د څلورو مېرمنو په گډون اته تنه وژل شوي دي.

پېښه پرون د دې ولايت گرزيوان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د گرزيوان ولسوال امر الله رسنيو ته ويلي، د سړک د خرابۍ له امله پرون يو موټر له لس متره پورته ځايه سيند ته ولوېد او ډوب شو، چې له امله يې درې سړي، څلور مېرمنې او يو کوچنی ووژل شول.

دغه موټر د ولسوالۍ مرکز ته روان و، چې لاره کې سيند ته ولوېد.

د هيواد په ډېری ولايتونو کې د سړکونو خرابوالی، د ترافيکو نښو نه شتون، له حده تېز تگ او د چلوونکو بې پروايي هغه څه دي، چې نږدې هره ورځ لسگونه هيوادوال د مرگ خولې ته ورغورځوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button