افغانستانسلايډ

افغانستان ته د ملګرو ملتونو استازی: د ملي وحدت حکومت له ناکامۍ سره مخ دی

افغانستان ته د ملګرو ملتونو استازی نيکولاس هېسم وايي چې د ملي وحدت حکومت مخ پر کمزورۍ روان دی.

سپوږمۍ راډيو راپور ورکوي چې نيکولاس هېسم په خپلو څرګندونو کې زياته کړې ده چې که چېرته د ملي وحدت حکومت پر وړاندې پنځه خنډونه له منخه لاړ نه شي، دا هېواد به له يوه ناورين سره مخ شي.

بلې خوا افغان حکومت د هېسم څرګندونې او اندېښنه جدي نه نيسي. حکومت ويلي دي چې افغانستان په ښه لوري روان دی او دغه ډول منفي څرګندونې يوازې په ګومان ولاړې دي.

د ولسمشر د وياند مرستيال سيد ظفر هاشمي ويلي دي چې نړيوالې ټولنې په ۲۰۱۴م کې هم د افغانستان په اړه منفي نظر لاره او د سقوط خبره يې کړی وه، په داسې حال کې چې سقوط نه دی رامنځ ته شوی.

نيکولاس هيسم دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د امنيت شورا غونډه کې ترسره کړي او ويلي يې دي چې ياد دولت له ناکامۍ سره مخ دی.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button